یکشنبه, ۱۸ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
عمران خان هڅه کوي چې د افغانستان مسلمانانو ته په مبارکۍ ویلو سره د غرب لپاره خپله سیاسي او فکري غلامي پټه کړي
بسم الله الرحمن الرحيم
عمران خان هڅه کوي چې د افغانستان مسلمانانو ته په مبارکۍ ویلو سره د غرب لپاره خپله سیاسي او فکري غلامي پټه کړي

خبر:

د ۲۰۲۱م، د اګېسټ په ۱۶مه، د دوشنبې په ورځ د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په اسلام اباد کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې یو واحد ملي تعلیمي نصاب پیل کړ. هغه په دې اړه خبرې وکړې چې څنګه «کلتوري تحمیل» له «ذهني غلامۍ» سره یو شان دی، ده وویل چې افغانانو د غلامۍ زنځیرونه شلولي دي. د هغه دا څرګندونې په داسې حال کې وشوې چې طالبانو له څو ورځو چټکو پرمختګونو وروسته پر هېواد باندې په موثر ډول کنټرول پیدا کړ. هغه وویل «کله چې تاسې انګلیسي تعلیم زده کوی، تاسې به د هغه ټول کلتور قبلوئ، چې دا ډېر لوی زیان دی ځکه چې تاسې د هغه مشخص نصاب غلامان کېږئ.»

تبصره:

په ۱۹۹۲م، کې کله چې عمران خان له نړیوال کرکېټ څخه تقاعد شو او عملاً په ۱۹۹۶م، کې سیاست ته لاړو له هغه وخت څخه نه تر اوسه پورې ځان یو روشن فکره بولي، چې د لوېدیځ په ټول کلتور باندې پوهیږي. خو د هغه په واسطه نه کېچ شوی او نه ترې وېريږي، نو ځکه د خپلو خلکو د غربیتوب په اړه فکر هم نه کوي. هغه په پاکستان کې د ناټو د اکمالاتي لارې پر جوړولو کلکه نیوکه وکړه او د افغان طالبانو په ملاتړ یې وویل، چې د دوی موخه عادلانه ده. هغه ادعا وکړه چې پاکستان به د امریکا له اتحادیې څخه وباسي او یوه خپلواکه بهرنۍ پالېسي به تعقیبوي. هغه، نواز شریف له مودي سره په نیږدېوالي او د کشمیر په مساله کې په خیانت کولو سره وغانده. هغه اقتصاد ته د نړیوال بانک او نړیوال وجهی صندوق (IMF) د جدي ګواښ خبرداری ورکړ او ان دا ادعا یې وکړه چې هغه به په پاکستان کې داسې یو حکومت جوړ کړي، لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په مدینه کې جوړ کړ. هغه ځان داسې ښکاره کړ، چې له غربي تعلیم سره ډېر اشنا دی او د غربي نابغه وو په فضا کې ډېر ژور غرق شوی و، خو په پوره توګه د هغوی تر اغېز لاندې رانغی. شرقي او خپلو خلکو ته وفادار پاتې شو.

که څه هم، کله چې عمران خان د پاکستان لومړی وزیر شو، هغه څه ته یې شا کړه، چې مخکې يې ویلي و. هغه له متحده ایالاتو سره اړیکه ټینګه کړه، له طالبانو سره یې د خبرو کولو اسانتیاوې برابرې کړې، ترڅو د متحده ایالاتو له وتلو وروسته د هغوی نفوذ خوندي کړي او تر اوسه یې هوایي او ځمکني اکمالاتي لارې ساتلي دي. کله چې مودي د ۲۰۱۹م، په اګېسټ کې کشمیر اشغال کړ، د متحده ایالاتو په امر هغه د پاکستان اردو منعه کړه او ان دا اعلان یې وکړ چې هر څوک چې د جهاد لپاره له پولې تېر شي هغه خاین دی. د جهاد له لارې د اشغال شوي کشمیر د ازادولو پر ځای هغه نړیوال نظم او د ملګرو ملتونو ساتونکو ته ترجیح ورکړه، هغوی په ۱۹۴۸م، کې مداخله وکړه او په لومړي قدم کې یې د اشغال شوي کشمیر د ازادولو مخنیوی وکړ. عمران خان د نړیوال بانک او د پیسو د وجهي صندوق(IMF) د هر امر په تعقیبولو سره اقتصاد خرابوي. د اسلام په اړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د ماکرون له سپکاوي وروسته د فرانسې د سفیر د شړلو په اړه یې د خلکو غوښتنې له پامه وغورځولې او لیبرالانو ته یې لاس ورکړ، چې ټولنه په فساد ککړه کړي. نو بنا پردې عمران خان دقیقاً د غربي کلتور او د هغه د سیاسي نابغه وو، د نفوذ تر اغېز لاندې د هغوی د غوښتنو مطابق عمل کوي. هغه په یقیني توګه د غرب د غلامۍ ځنځیرونه نه دي مات کړي.

د اوس لپاره، د کابل له سقوط څخه وروسته د امریکا متحده ایالات په نړیواله کچه مسخره شول، نو د عمران خان په ګډون د هغه استازي هڅه کوي، چې خپل عزت وساتي. نو ځکه اوس وایي چې افغانانو د «غلامۍ ځنځیرونه مات کړل» تر څو د پاکستان د مسلمانانو پر وړاندې یې د خپل رژیم شرم او خجالت پټ کړي، په داسې حال کې چې د پاکستان مسلمانان په افغانستان کې د امریکا په ماتې خوشحاله دي. په حقیقت کې دی په خپله د غرب د فکري او سیاسي غلام په توګه لومړنۍ بیلګه ده. په حقیقت کې مسلمانان باید هڅه وکړي تر څو د نبوت پر منهج خلافت تاسیس کړي، چې د تعلیم په ګډون یې د ژوند په ټولو برخو کې اسلام پلی کړي. یوازې هغه وخت به موږ داسې حاکمان ولرو چې د غرب لپاره غلامان نه وي او د ټولې اسلامي نړۍ لپاره به اسلامي فکري او سیاسي رهبران شي. نړۍ به د دنیا او آخرت د کامیابۍ او سعادت پر لور رهبري کړي. الله سبحانه وتعالی فرامایي:

[قُلۡ يٰۤاَيُّهَا الۡكٰفِرُوۡنَۙ‏، لَاۤ اَعۡبُدُ مَا تَعۡبُدُوۡنَۙ][الکافرون: ۱ـ ۲]

ژباړه: ووایه چې ای کافرانو! زه د هغو عبادت نه کوم، چې تاسې یې عبادت کوئ.

لیکوال: د حزب التحریر-ولایه پاکستان د ویاند مرستیال انجینر شهزاده شیخ

د حزب التحریر-ولایه پاکستان مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې